د پاکستان د جماعت الدعوه ډلې مشر ته سزا :-
د پاکستان د لاهور ښار د ترهګرۍ ضد محکمې یا عدالت د جماعت الدعوه د ترهګرې ډلې مشر حافظ سعید او د هغه مرستیال ملک ظفر په یولس (۱۱) کاله بند او په نقدې جرمانې محکوم کړل .
د پاکستان د جماعت الدعوه ترهګرې ډلې مشر حافظ سعید د ترهګرۍ د دودولو او د ترهګرو عناصرو لپاره د پیسو د تامینولو په تور د لاهور ښار په محکمې کښې مجرم وپيژندل شو .
د پاکستان د جماعت الدعوه ترهګرې ډلې مشر حافظ سعید د هندوستان په ممبۍ ښار کښې په ترهګرو حملو کښې چې د کابو یوسل شپیتو (۱۶۰) کسانو د وژلې سبب شوي وه لاس لرل رد کړي دي .
د پاکستان د جماعت الدعوه ډلې د مشر او د هغه د مرستیال ملک ظفر لپاره د زندان حکم له دې زیات چې د اسلام اباد لپاره کورنۍ بریاوې ولري نړیوالې او سیمه ییز پایلې او اړخونه لري .
جماعت الدعوه ډله او د هغې پوځي څانګه چې لشکر طیبه نومیږي د هندوستان په اقتصادي مرکز ممبۍ کښې د دوه زره اتم (۲۰۰۸) میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د ترهګرو حملو په پلانولو او اجرا کولو تورن دي او دغه حملې په تیرو څو کلونو کښې د نوي ډیلي او د اسلام اباد ترمینځ د اختلافاتو سرچینه ده .
په تیرو څه دپاسه یولسو (۱۱) کلونو کښې له پاکستان سره د هندوستان په اړیکو کښې یوه (۱) اصلي ستونزه په ممبۍ کښې د ترهګرو حملو دوسیه ده او نوي ډیلي د دغو بریدونو په پلانونو او اجرا کولو د لشکر طیبه ډلې د تورنولو په ترڅ کښې د اسلام اباد په چارواکو غږ کړی دی د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید هندوستان ته وروسپاري یا د پاکستان د کورنیو قوانینو پراساس یې تر قضايي تعقیب لاندې ورولي .
په همدې لړ کښې د هندوستان د حکومت په غوښتنه او د امریکا په ملاتړ سره د لشکر طیبه ډلې د مشرانو نومونه د ملګروملتونو په تور فهرست کښې شامل شول او د نوي ډیلي او د واشنګټن په دباونو سره د پاکستان حکومت څه موده حافظ سعید په کور کښې نظر بند کړ او دغه اقدام هم ونه توانید د پاکستان پرضد دباونه کم کړي .
دوه (۲) کاله مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت جماعت الدعوه ډله د غیر قانوني ډلو برخه وګرځوله او په خپل تور فهرست کښې یې شامله کړه چې دغه اقدام هم ونه توانید د هندوستان حکومت راضي کړي .
د هغو سندونو پراساس چې هندوستان پاکستان ته ورکړي دي د ممبۍ د ترهګرو حملو په هکله د نوي ډیلي غوښتنه د جماعت الدعوه ډلې د مشر او د لشکر طیبه ډلې د نامتو مشرانو محاکمه کول وو چې د پاکستان د قضايي قوې او د حکومت چارواکو د نوي ډیلي لخوا دا ډول غوښتنې ته د مثبت ځواب د ورکولو په هکله یوشمیر ملاحظات درلودل چې تراوسه اجرايي نه وو شوي .
په اوسنیو شرایطو کښې چې د لاهور د ترهګرۍ ضد محکمې د جماعت الدعوه ډلې دمشر حافظ سعید د زنداني کولو حکم ورکړی دی دغه اټکل کولای شو چې دغه اقدام وکولای شي تر یوه(۱) حده د لشکر طیبه د دوسیې په هکله د هند د امریکا او د ملګروملتونو د امنیت شورا د اوږدې مودې دباونه کم کړي .
په تیره بیا دا چې هندوستان او امریکا له پاکستان سره د اختلافاتو د کمولو او له دغه هیواد سره د ملګرتیا یوه() برخه د اسلام اباد لخوا د ترهګرۍ پرضد له اقداماتو زیاتولوسره مشروطه کړي دي چې داسې ښکاري د حافظ سعید لپاره د زندان د حکم په صادریدا سره د دغو هیلو یوه (۱) برخه محققه شوي ده .
په سیمه ییز ډګر کښې له هندوستان سره د پاکستان په اړیکو باندې د جماعت الدعوه ډلې د مشر لپاره د زندان د حکم د صادریدا په مثبت اغیز سربیره دغه اقدام د مالي اقدام د ځانګړي ډلې په فیصلې ترسره کولو کښې د اسلام اباد په موقعیت اغیز شیندلی شي .
همدا اوس د پاکستان نوم د مالي اقدام د ځانګړي ډلې په خړ(Financial Action Task Force) فهرست کښې دی چې د جماعت الدعوه ترهګرې ډلې د مشر حافظ سعید لپاره د زندان د حکم د صادریدا او له پیسو وینځلو سره د مبارزې د لایحې د تصویبیدا په هکله د پاکستان لخوا په یووخت د دوو(۲) اقداماتو ترسره کیدل د مالي اقدام د ځانګړي ډلې له خړ(Grey) فهرست څخه د پاکستان د نوم د ایستلو لپاره زمینه برابرولی شي .