پاکستان کښې بم چاودنې اته کسان وژلي
Feb 17, 2020 14:24 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بلوچستان صوبې په شاهراه عدالت واټ کښې د خبریالانو مرکز ته نږدې په یوې بم چاودنې کښې چې هلته مظاهره هم روانه وه تراوسه اته (۸)کسان وژل شوي او کابو یویشت (۲۱) نور ژوبل شوي هم دي .
د بم چاودنې ځاې ته نږدې څو ولاړ ګاډي هم تباه شوي دي .
امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړي ده او د پلټنې عملیات پیل شوي دي .
ویل کیږي بم چاودنې نږدې ودانیو ته هم تاوان رسولی دی .
ټیګونه