عمران خان:
پاکستان د مخالفو وسله والو لپاره خوندي نه دی پاتې
-
فایل فوټو
د پاکستان وزیراعظم ټینګار وکړ چې هیواد یې نور نو د مخالفو وسله والو لپاره کوم خوندي مرکز نه دی پاتې.
عمران خان په پاکستان کښې د افغانستاني کډوالو د کیمپونو د څلویښتمې کلیزې به مناسبت یوه غونډه کښې وویل: له هر څه ډیر مهم، په افغانستان کښې د صلحې او امنیت ټینګښت دی.
هغه زیاته کړه: که څه هم پاکستان ضمانت نه شي ورکیدی چې په پاکستان کښې په دیره ۷.۲ میلیونه افغانانو کښې د طالبانو کسان نشته، خو حکومت به خپله پوره پوره هڅه وکړي چې د سرحدي حصارونو د جوړولو په شمول مختلفو لارو چارو سره په افغانستان کښې د بریدونو مخه ونیسي.
د پاکستان وزیراعظم دا څرګندونې پس له دې وکړې چې د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پاکستان تورن کړ چې طالبانو ته په دغه هیواد کښې د افغان کډوالو له کیمپونو د نویو کسانو د شاملولو اجازه ورکوي.
د افغانستان د ادعايي صلحې په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد هم چې په دغه غونډه کښې یې ګډون کړی و، وویل: یوې موافقې ته د رسیدو لپاره پرمختګ ته هیله مند یم او امریکې له طالبانو څخه د امنیتي مسائلو په هکله ضمانت اخستی دی.