ایران او پاکستان سرحدي بازارچې پیاوړي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88048-ایران_او_پاکستان_سرحدي_بازارچې_پیاوړي_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي په اسلام اباد کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني او د تجارت او د صنعت په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال عبدالرزاق داود د ګډو سرحدي بازارچو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2020 11:52 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان سرحدي بازارچې پیاوړي کوي

ایرنا خبري اژانس وايي په اسلام اباد کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني او د تجارت او د صنعت په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال عبدالرزاق داود د ګډو سرحدي بازارچو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .

په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني او د تجارت او دصنعت په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال عبدالرزاق داود د دواړو هیوادونو په  بانکي ، پیسو او مالي ملګرتیاو  باندې د غور کولو په ترڅ کښې وویل ایران او پاکستان باید د حکومتي او د  خصوصي برخو په سویه تجارتي او سوداګري اړیکې له مخکې څخه زیاتې پیاوړي کړي .

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال عبدالرازق داود  په اقتصادي او سوداګري برخو کښې له ایران سره د ملګرتیا په پراختیا ټینګار سره د شیانو له قاچاق سره د ایران او د پاکستان د جدي او د پرله پسې مبارزې غوښتنه وکړه .