ایران او پاکستان سرحدي بازارچې پیاوړي کوي
ایرنا خبري اژانس وايي په اسلام اباد کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني او د تجارت او د صنعت په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال عبدالرزاق داود د ګډو سرحدي بازارچو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .
په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني او د تجارت او دصنعت په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال عبدالرزاق داود د دواړو هیوادونو په بانکي ، پیسو او مالي ملګرتیاو باندې د غور کولو په ترڅ کښې وویل ایران او پاکستان باید د حکومتي او د خصوصي برخو په سویه تجارتي او سوداګري اړیکې له مخکې څخه زیاتې پیاوړي کړي .
د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال عبدالرازق داود په اقتصادي او سوداګري برخو کښې له ایران سره د ملګرتیا په پراختیا ټینګار سره د شیانو له قاچاق سره د ایران او د پاکستان د جدي او د پرله پسې مبارزې غوښتنه وکړه .