په تربت کې د ترهه ګرو په حملې کې ۸پوځيان وژل شوي
د تیرې دوشنبې په ورځې هم په کویټه ښار کې د په یوې ځان مرګي حملې کې چې د یوې فرقه پالې ډلې د دوو لورو ترمینځ دشخړې نتیجه بلل شوې ، د دوو پولیسو پشمول لس کسان وژل شوي او کابو پنځه دیرش نور ټپیان شوي وو
د سحر اردو ټيلیویژني چینل راپور ورکړی،د پاکستان دبلوچستان صوبې په تربت سیمې کې نن سهار وختي یو شمیر ترهه ګرو د ښار په یوې پلټونکي پستې برید کړی ، چې له امله ئې پنځه پوځيان وژل شوي او دغه راز په ځوابي ډزو کې هم درې ترهه ګر هلاک شوي دي .
په دغې نښې کې یو شمیر پوځيان ټپیان شوي هم دي .
دخبر ترمخابیره کیدا پورېددغې پيښې پړه چاپه غاړه نه ده اخستې خو وئيل کیږي،چې له وروستیو څو کلونو راهسې بلوچستان صوبه د ترهه ګرو او د ځينو بیلتون غواړو ډلګیو د ترینګلو فعالیتونو له امله ناکراره شوې ده.
د تیرې دوشنبې په ورځې هم په کویټه ښار کې د په یوې ځان مرګي حملې کې چې د یوې فرقه پالې ډلې د دوو لورو ترمینځ دشخړې نتیجه بلل شوې ، د دوو پولیسو پشمول لس کسان وژل شوي او کابو پنځه دیرش نور ټپیان شوي وو . وئيل شوي چې دغه پيښه د سپاه صحابه د ترهه ګرې ډلې د دوو مشرانو ترمینځ داختلافاتو د رابرسیره کیدا له امله شخړه شوې چې یوه لوري پر بل لوري ځان مرګی برید کړی او دغه کسان ئې قرباني کړي دي .