پاکستان د طالبانو او د امریکا د موافقې هرکلی کوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزارت پرون وویل اسلام اباد د افغانستان د طالبانو او د امریکا ترمینځ د سولې د مکمنه تړون د لاسلیک کیدا په هکله د اعلامیې هرکلی کوي .
د پاکستان خارجه وزارت وویل اسلام اباد د سولې د موافقې لاسلیک کیدا ته سترګې په لار دی .
د افغانستان حکومتي چارواکو ویلي دي چې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې موافقه به د فرورۍ په ۲۹ نیټه لاسلیک شي .
د پاکستان خارجه وزارت وویل اسلام اباد په پرله پسې ډول د امریکا او د طالبانو ترمینځ د نیغ په نیغه خبرو اترو ملاتړ کړی دی او زیاته یې کړه چې پاکستان د خبرواترو لپاره اسانتیا رامینځته کړي ده .
د پاکستان خارجه وزارت وویل اسلام اباد باوري دی چې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې لاسلیک کیدل به د بین الافغاني خبرواترو لپاره لاره هواره کړي .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه اسلام اباد هیله من دی چې د افغانستان لوري به اوس له دغه تاریخي فرصت څخه استفاده وکړي او په افغانستان او سیمه کښې د پایداره سولې او د ثبات د ټینګیدا لپاره به د یوې(۱) جامعې او د بشپړه سیاسي پروسې لپاره کار وکړي .