په پیښور کښې پینځه ترهګر وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88125-په_پیښور_کښې_پینځه_ترهګر_وژل_شوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د مرکز پیښور په شګئ سیمه کښې د ترهګرۍ ضد ځواکونو په عملیاتو کښې پینځه (۵) ترهګر وژل شوي او د دریو(۳) ځان وژونکو جیکټونو په شمول نورې وسلې هم کشف شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2020 02:06 Asia/Kabul
  • په پیښور کښې پینځه ترهګر وژل شوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د مرکز پیښور په شګئ سیمه کښې د ترهګرۍ ضد ځواکونو په عملیاتو کښې پینځه (۵) ترهګر وژل شوي او د دریو(۳) ځان وژونکو جیکټونو په شمول نورې وسلې هم کشف شوي دي .

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو وویل مونږ د اطلاعاتو پراساس عملیات وکړل  او ټروریسټان د خیبر سیمې له غرونو پیښور ته راغلي وو .

له وژل شویو پینځو (۵) ترهګرو څخه درې (۳) ځان وژونکي جیکټونه ، دوې (۲) تماچې ، دوه (۲) لاسي بمونه ، درې (۳) ماشین ګڼې ، دوه (۲) بې سیم یعني وایرلیسونه ، دوه (۲) چاقووان او دغه راز د ټوپکو ګولې کشف شوې .