پاکستان کښې نهه کارګران وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88158-پاکستان_کښې_نهه_کارګران_وژل_شوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتوخوا صوبې په بونیر سیمه کښې د سنګ مرمر معدن د شړیدا په پیښه کښې تراوسه کابو نهه (۹) کارګران وژل شوي او اوه (۷) نور ژوبل شوي هم دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2020 02:49 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې نهه کارګران وژل شوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتوخوا صوبې په بونیر سیمه کښې د سنګ مرمر معدن د شړیدا په پیښه کښې تراوسه کابو نهه (۹) کارګران وژل شوي او اوه (۷) نور ژوبل شوي هم دي .

د څوارلس (۱۴) نورو کسانو چې  په دغه معدن کښې تر کاڼو لاندې شوي د ژغورنې عملیات روان دي .

ویل کیږي چې کابو دیرش (۳۰) کارګران د بونیر سیمې په بم پوخه کلي کښې د سنګ مرمر په معدن کښې په کار بوخت وو چې یوه ()برخه یې شړ شوه او کارګران تر خاور او کاڼو لاندې شول .