منظور پښتین له زندانه خوشی شو
• زمونږخبریال وايي د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن ماسپښین د ډېره اسماعیل خان له زندانه را خوشی شو.
- د ښاغلي پښتین هرکلي ته د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان او مینه وال مخې ته ورغلي وو.
- ښاغلی پښتین له زندانه تر راوتلو وروسته خپلو پلویانو ته وینا هم وکړه.
نوموړي وویل: "په سیمه کې د بې روزګارۍ او ترهګرۍ له کبله زموږ کورونه دومره تباه شوي دي چې اوس زندان هم راته فرق نه کوي ".
د وینا پر مهال ښاغلي پښتین د غورځنګ مشهور شعار چیغه هم وویله چې د ترهګرۍ تر شا د پوځ لاس دی، او پلویانو یې ورسره غبرګه کړه.
منظور پښتین نژدې يوه(1) میاشت مخکې د جنورۍ پر ۲۶ د پېښور په تهکال کې د پاکستاني پولیسو لخوا نېول شوی و.
هغه مهال پر ده تور لګول شوی و چې د پاکستان اساسي قانون پر ضد یې وینا کړې او کرکې خورولو هڅه یې کړې.
پر خواله رسنیو خپرې شوې وېډيوګانې ښیي چې منظور پښتین په یوه روان ګاډي کې ولاړ دی او پلویان يې په غورځيو بدرګه کوي.
د ده نېول کېدو افغانستان، پاکستان د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو پراخ غبرګونونه پارولي وو، او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د بښنې نړیوال سازمان یې هم په اړه اندېښنه ښودلې وه.