منظور پشتون وايي مونږ له زندان نه ډریږو
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتون چې پرون د خیبر پښتونخوا صوبې له ډیره اسماعیل خان زندان څخه خوشي شوی دی د خپلو ګڼ شمیر پلویانو په ټول کښې چې د ده هرکلي ته ورغلي وو وویل
مونږ په هغو کسانو کښې نه یوو چې له زندان څخه ویریږو او زیاته یې کړه مونږ به د هغو ټولو کسانو په څنګ کښې ودریږو کوم چې د انسانیت لپاره کار کوي .
منظور پشتون وویل مونږ د غلامۍ پرضد راپاڅیدلي یوو او زیاته یې کړه مونږ به د هر ډول ظلم پرضد مبارزه وکړو چې د انسانیت لپاره کار ترسره کړو .
د ویلو ده چې د پاکستان د پښتون د ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پشتون پرضد په ډیره اسمایل خان او ټانک سیمو کښې د فتنې د رامینځته کولواو د هیواد د نولس سوه درې اویایم(۱۹۷۳) میلادي کال د اساسي قانون د سپکاوي کولو په خاطر د تورونو اته (۲) دوسیې ثبت شوي دي .