کورونا وایروس پاکستان ته هم رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88257-کورونا_وایروس_پاکستان_ته_هم_رسیدلی
زمونږخبریال وايي د روغتیا په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال ډاکټر ظفر میرزا بیګا په کورونا وایروس د دغه هیواد د دوو (۲) ښاریزو د ککړیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2020 00:31 Asia/Kabul
  • کورونا وایروس پاکستان ته هم رسیدلی

زمونږخبریال وايي د روغتیا په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال ډاکټر ظفر میرزا بیګا په کورونا وایروس د دغه هیواد د دوو (۲) ښاریزو د ککړیدا خبر ورکړ .

هغه وویل دغه دوه (۲) کسان د طبي پروټوکولو پراساس تر څارنې لاندې دي او جسمي حالت یې ښه دی .

د روغتیا په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال ډاکټر ظفر میرزا دغه راز د هیوا په خلکو غږ وکړ چې وارخطا نشي ځکه چې هرڅه تر کنټرول لاندې دي .

په پاکستان کښې په کورونا وایروس یو(۱) ککړ کس د سیند صوبې د کراچۍ ښار وسیدونکی دی او بل کس  هم د فیډرال سیمې ښاریز دی .

کورونا وایروس چې د چین له ووهان ښار څخه پیل شوی تراوسه د امریکا د انګلستان د اسټرالیا د تایلینډ د جنوبي کوریا ، جاپان ، کاناډا ، ایټالیا ، فرانسې ، سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په شمول د نړۍ څه د پاسه پینځو دیرشو(۳۵) هیوادونو ته خپور شوی او له کبله یې تراوسه کابو دوه زره او اوه سوه (۲۷۰۰) کسان وژل شوي هم دي .