عمران خان قطر ته لاړ
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له قطر چارواکو سره د خبرو اترو لپاره یو ځل بیا دغه هیواد ته سفر کوي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له قطري چارواکو سره د خبرو اترو لپاره یو ځل بیا دغه هیواد ته تللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیانیه کښې خبر ورکړ، اسلام آباد له دوحې سره دوستانه اړیکې مهمې ګڼې او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان نننۍ سفر په بیلابیلو برخو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا لپاره دی.
دوحې ته د عمران خان سفر په داسې حال کښې ترسره کېږي چې قطر له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د امریکا او طالبانو ترمنیځه د تړون د لاسلیک په مراسمو کښې د ګډون بلنه ورکړې چې د فرورۍ په ۲۹ نیټه په دوحه کښې ترسره کېږي.
د پاکستان د لومړي وزیر په توګه قطر ته د عمران خان دا دویم رسمي سفر دی.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم د پاکستان له چارواکو سره خبرو اترو او د اسلام آباد او دوحې ترمینځه د اړیکو د پراختیا او اقتصادي مرستو د پرمختګ لپاره په ۲۰۱۹ کال کښې پاکستان ته سفر کړی و.