په کورمې کې دې عمومي پروژې بشپړ شي
که صوبائی حکومت د پيواړ تري مینګل سترې لارې پشمول په دغې سیمې کې دنیمګړو ترقیاتي پروژو دبشپړ ولو په ځاي د دغو پروژو بودجه بلې سیمې ته د منتقولول هڅه وکړه ، نو ددغې سیمې خلک به راپورته شي او دخپل حق د اخستو لپاره به هرڅه چې کیدونکي وي ترسره به ئې کړي
زمونږ خبریال راپور راکړ د پاکستان د کورمې ضلعې یوه ټولنیز اوسیاسی فعال شبیر حسین ساجدي نن سهار په یوې غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې د خیبرپختونخواه صوبې لوړپوړي چارواکي دې د کورمې ضلعې روانې پروژې نه ختموي روښانه کړې ده ، له پاره چناره د پيواړ تري مینګل ستره لاره چې له څو کلونو راهسې د بشپړیدا په حال کې ده ، د ځينو کړیو دد سیسو له امله نیمګړي پاتې شوي او داسې ګونګوسې آوریدل کیږي ، چې ګواکې دغه پروژه نوره ختمیږي او بودجه به ئې بلې سیمې ته منتقله شي .
شبیر ساجدي په ډاګه کړې د سیمې ولسي استازي چې په صوبائي او ولسی جرګو کې ددغې سیمې د خلکو استازیتوب کوي ، په خود کې دې شي او خپلې اصلي دندې دې وپيژندي او دسترګو پټولو په ځاي دې د خپل ولس او سیمې د پاتې د نیمګړو پروژو دبشپړتیا هڅه وکړي . دغه ټولنیز او سیاسی فعال ګواښ کړی ، که صوبائی حکومت د پيواړ تري مینګل سترې لارې پشمول په دغې سیمې کې دنیمګړو ترقیاتي پروژو دبشپړ ولو په ځاي د دغو پروژو بودجه بلې سیمې ته د منتقولول هڅه وکړه ، نو ددغې سیمې خلک به راپورته شي او دخپل حق د اخستو لپاره به هرڅه چې کیدونکي وي ترسره به ئې کړي او بیا به ئې درست مسئولیّت د حکومتي او په صوبائي او ولسی جرګو کې ناستو نمایندګانو باندې وي .