ایران او پاکستان داقتصادي فعالانو لپاره امکانات نوره هم زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88319-ایران_او_پاکستان_داقتصادي_فعالانو_لپاره_امکانات_نوره_هم_زیاتوي
د لاهور د تجارت او سوداګرۍ د کوټې په کوربتوب سره د ایران او پاکستان د تاجرانو ځانګړي غونډه پرون په لاهور کې په پاکستان کې د ایران دسفیر محمد علی حسیني په شتون سره ترسره شوه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 29, 2020 09:34 Asia/Kabul
  •  ایران او پاکستان  داقتصادي فعالانو لپاره امکانات نوره هم زیاتوي

د لاهور د تجارت او سوداګرۍ د کوټې په کوربتوب سره د ایران او پاکستان د تاجرانو ځانګړي غونډه پرون په لاهور کې په پاکستان کې د ایران دسفیر محمد علی حسیني په شتون سره ترسره شوه .

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ په پاکستان کې د اسلامی ایران سفیر سید محمد علی حسیني  پرون ناوخته  په لاهور کې د د واړو هیوادونو د تاجرانو په غونډې کې د ټوریزم برخې ته پر جدي پام په ټينګار سره  ووظيل ،  په پاکستان کې د ایران سفارت او کونسلګرۍ د دواړو هیوادونو اقتصادي فعالانو ته  د آسانتیاؤ د وړاندې کولو لپاره تیار دی .

محمد علی حسیني  همدرااز  پاکستان ته د ایران د ګیسو د پایپ لاین  او دغه هیواد  ته دبریښنا دصادارتو پشمول  د دواړو هیوادونو ترمینځد انرژۍ پلانونو ته په  اشارې سره زیاته کړې ،  اسلامی ایران د پاکستان د  انرژۍ داړتیاؤ  تامینولو ته تیار دی .

 د تهران دتجارتي کوټې  مشر مسعود خوانساري هم  له ګاونډیانو سره  د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره  د ایران د نوي کړچار په بیانولو سره ، د ایران دګاونډي هیواد په توګه د پاکستان بازار ډير مهم وبالۀ.

د لاهور د تجارتي اوصنعتي چارو د کوټې  مشر عرفان اقبال شیخ هم  په دغې ناستې کې د پیسو اوبانکي  راکړو ورکړو  پشمول په تجارتي مناسباتو کې  داوسنیو مشکلاتو په حل کولو کې د پاکستان دظرفیّتونو په تشریح کولو سره ، په پاکستان کې د ایرانیو بانکونو د څانګو د تاسیس کولو هرکلی وکړ .

د لاهور د تجارت او سوداګرۍ د کوټې په کوربتوب  سره   د ایران او پاکستان د تاجرانو ځانګړي غونډه پرون  په لاهور کې په پاکستان کې د ایران دسفیر محمد علی حسیني په شتون سره  ترسره شوه .