ایران او پاکستان داقتصادي فعالانو لپاره امکانات نوره هم زیاتوي
د لاهور د تجارت او سوداګرۍ د کوټې په کوربتوب سره د ایران او پاکستان د تاجرانو ځانګړي غونډه پرون په لاهور کې په پاکستان کې د ایران دسفیر محمد علی حسیني په شتون سره ترسره شوه .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ په پاکستان کې د اسلامی ایران سفیر سید محمد علی حسیني پرون ناوخته په لاهور کې د د واړو هیوادونو د تاجرانو په غونډې کې د ټوریزم برخې ته پر جدي پام په ټينګار سره ووظيل ، په پاکستان کې د ایران سفارت او کونسلګرۍ د دواړو هیوادونو اقتصادي فعالانو ته د آسانتیاؤ د وړاندې کولو لپاره تیار دی .
محمد علی حسیني همدرااز پاکستان ته د ایران د ګیسو د پایپ لاین او دغه هیواد ته دبریښنا دصادارتو پشمول د دواړو هیوادونو ترمینځد انرژۍ پلانونو ته په اشارې سره زیاته کړې ، اسلامی ایران د پاکستان د انرژۍ داړتیاؤ تامینولو ته تیار دی .
د تهران دتجارتي کوټې مشر مسعود خوانساري هم له ګاونډیانو سره د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د ایران د نوي کړچار په بیانولو سره ، د ایران دګاونډي هیواد په توګه د پاکستان بازار ډير مهم وبالۀ.
د لاهور د تجارتي اوصنعتي چارو د کوټې مشر عرفان اقبال شیخ هم په دغې ناستې کې د پیسو اوبانکي راکړو ورکړو پشمول په تجارتي مناسباتو کې داوسنیو مشکلاتو په حل کولو کې د پاکستان دظرفیّتونو په تشریح کولو سره ، په پاکستان کې د ایرانیو بانکونو د څانګو د تاسیس کولو هرکلی وکړ .
د لاهور د تجارت او سوداګرۍ د کوټې په کوربتوب سره د ایران او پاکستان د تاجرانو ځانګړي غونډه پرون په لاهور کې په پاکستان کې د ایران دسفیر محمد علی حسیني په شتون سره ترسره شوه .