د نواز لیګ مشران له شهباز شریفه د سملاسی ستنیدا غوښتنه کوي
د پاکستان پخوانی خارجه وزیر او د نواز څانګې لوړ رتبه مشر خواجه اصف وویل شهباز شریف باید ژر تر ژره خپل هیواد ته راستون شي .
تسنیم خبري اژانس د جیو تی وی له قوله راپور ورکوی د مسلم لیګ نواز څانګې مشران لوړ رتبه مسولان په پاکستان کې د دغه ګوند د مشر په نه شتون د نیوکې په ترڅ کې له انګلستانه ، خپل وطن ته د هغه د سملاسی ستنیدا غوښتنه وکړه .
د پاکستان پخوانی خارجه وزیر او د نواز څانګې لوړ رتبه مشر خواجه اصف وویل شهباز شریف باید ژر تر ژره خپل هیواد ته راستون شي . ده جوته کړه مونږه مجبوره یو چی دا حقیقت ومنو چی د نواز څانګې د مشر اوږده او بی دلیله نیشتوالي پر مونږه د نیوکې لاره برابره کړی ده .
د ویلو ده چی نواز شریف د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره انګستان ته لاړ دې او شهباز شریف هم له هغه سره لاړ دې خو دواړه تراوسه ستنیدا ته ندي چمتو شوی .