د پاکستان د ترټولو سترې رسندوي ټولګې مالک ونیوی شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88651-د_پاکستان_د_ترټولو_سترې_رسندوي_ټولګې_مالک_ونیوی_شو
د پاکستان احتساب ادارې د جیو ټي وي خبري چینلونو او ویب سایټونو د ټولګې مشر د مالي فساد په تور ونیوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2020 04:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان د ترټولو سترې رسندوي ټولګې مالک ونیوی شو

د پاکستان احتساب ادارې د جیو ټي وي خبري چینلونو او ویب سایټونو د ټولګې مشر د مالي فساد په تور ونیوه.

تسنیم خبري آژانس د جیو ټي وي له قوله خبر ورکړی چې د پاکستان احتساب ادارې د جیو ګروپ د ټیلیویژني او رسندوي چینلونو د مشر میر شکیل الرحمان د نیولو وجه له یو مشهور حکومتي شخصیت څخه په غیرقانوني توګه د ځمکې اخیستل بللي دي.

له بلې خوا د پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ نواز ګوند د جیو ټي وي د مالک په نیولو باندې په اعتراض سره دغه کار د بیان د آزادۍ څرګنده خلاف ورزي بللې ده.

په عین حال کښې د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کښې د امریکې د خارجه وزیر مرستیال آلیس ولز هم هپه یولړ مداخله غواړو څرګندونو کښې وویل: زمونږ له نظره د میر شکیل الرحمان نیونه یو غلط کار دی او نه دي پکار چې رسندوي شخصیتونه په نه ثابت شویو پلمو ونیوی شي.

له دې مخکښې هم د جیو ګروپ ټيلیویژني چینلونه چې شمیر یې له لسو اوړي، هم د پيپلز پارټۍ او هم د مسلم لیګ نواز ګوند د حکومت په پړاؤونو کښې په بیلابیلو تورونو په ځلونو د څه مودې لپاره بند کړی شوې دي.

په دغو تورونو کښې د اسلام سپکاوی، د مالیاتو یا ټیکس نه ورکول، نامعلوم عایدات او له پاکستانه بهر له مشکوکو کسانو سره اړیکې شاملې دي.