پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې پولې وتړلې
Mar 16, 2020 07:54 Asia/Kabul
پاکستان وويل، د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي په وجه له نن څخه له افغانستان سره خپلې ټولې پولې د مسافرو او سامانونو په لور وتړلې.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې پاکستان وويل، همدارنګ هغه ټول سامانونه چې له نورو هېوادونو څخه د کراچۍ بندر له لارې پاکستان ته داخليږي له نن څخه به د داخلېدو اجازه ونه لري.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ د کوټو د عاملې کمېټۍ مشر نقيب ا... صافي وويل چې که دغه پولې د اوږدې مودې لپاره تړلې وساتل شي نو د دغو هېوادونو ټرانزېټ به له مشکل سره مخامخ شي.
همدارنګ وويل شول چې دغه مشکل به له سفارتي لارو هوار کړې شي او د روغتيا د نړيوالې ادارې د سپارښتنو له امله پاکستان پکار دے د راکړې ورکړې لارې ونه تړي.