پاکستان د افغانستان د کډوالو د هستوګنې موده تمدیدوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i161692-پاکستان_د_افغانستان_د_کډوالو_د_هستوګنې_موده_تمدیدوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان حکومت په هیواد کښې د افغانستان د میشته ښاریزو د هستوګنې د وخت له دریو څخه تر شپږو میاشتو پورې په تمدیدولو غور کوي.
(last modified 2025-06-29T01:58:07+00:00 )
Jun 29, 2025 06:25 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د کډوالو د هستوګنې موده تمدیدوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان حکومت په هیواد کښې د افغانستان د میشته ښاریزو د هستوګنې د وخت له دریو څخه تر شپږو میاشتو پورې په تمدیدولو غور کوي.

یوشمیر خبرو سرچینو وویل چې د پاکستان حکومت د افغانستان د هغو ښاریزو چې د پروف اف رجسټریشن کارتونه لري د هستوګنې د مودې له دریو میاشتو څخه تر شپږو میاشتو پورې په تمدیدولو غور کوي.

خو د افغانستان د پي او کار کارتونو لرونکو کسانو د هستوګنې د مودې د تمدیدولو په هکله د موافقې له ترلاسه کیدا وروسته به دغه وړاندیز د پاکستان حکومتي کابینې ته واستول شي.

په پاکستان او دغه راز په ایران کښې په میلیونو غیر قانوني کډوال وسیږي او اوس ایران او پاکستان دواړو د دغو غیر قانوني کډوالو د ایستلو فیصله کړي ده.