پاکستان د ایران پرضد د بندیزونو د ختمیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88805-پاکستان_د_ایران_پرضد_د_بندیزونو_د_ختمیدا_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امریکا ته په وینا کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د واشنګټن بایکاټونه لغو شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2020 00:57 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران پرضد د بندیزونو د ختمیدا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امریکا ته په وینا کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د واشنګټن بایکاټونه لغو شي .

عمران خان پرون په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې د ایران د ملت پرضد د امریکا بایکاټونه یو(۱) ظالمانه او نا عادلانه حرکت وباله او په ولسمشر ټرمپ یې غږ وکړ چې دغه بایکاټونه لغو کړي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل د امریکا بایکاټونه سبب شوي دي چې د کورونا وایروس پرضد د ایران د خلکو مبارزه له مشکل سره مخ کړي او د دغه وایروس په مقابل کښې د سلامتیا په دفاع منفي اغیزونه وشیندي .

عمران خان  ټینګار وکړ له کورونا وایروس سره مبارزه او مقابله د بشریت اتحاد ته اړتیا لري .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تیرې جمعې ورځ هم د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو د دوام په ظالمانه  او نا عادلانه بللو سره په نړیوالې ټولنې غږ کړی وو د دغه بایکاټونو په سمدستي ډول د لغو کیدا لپاره خپل رول ولوبوي .