د پاکستان او د افغانستان چارواکو ټیلي فوني خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټيلي فوني تماس کښې د دغه هیواد د سولې د بهیر ، له طالبانو ډلې سره د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د کابل د مرکچي پلاوي د جوړیدا او د کورونا ناروغۍ د مدیریت په هکله د نظر تبادله وکړه .
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا بیګا د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ولسمشر په توګه د هغه د بیا انتخابیدا په هکله د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کښې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د افغانستان له ټولو ډلو څخه د پلاوي د جوړیدا په هکله هیله څرګنده کړه .
د پاکستان د پوځ مشر هیله وکړه د کابل د حکومت د مرکچي پلاوي جوړیدل له طالبانو ډلې سره د خبرو اترو لاره هواره کړي .
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او د افغانستان ولسمشر اشرف غني دغه راز له کورونا وایروس سره د ګډې مبارزې ، د سوداګریزو فعالیتونو او ټرانزیټ تجارت ته د اړونده مسائیلو په هکله سلامشوره وکړه او د کورونا وایروس د کنټرول لپاره د نړیوالې مقابلې او په دې زمینه کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا د پیاوړتیا په اړتیا ټینګار وکړ .
د پاکستان د پوځ مشر او د افغانستان ولسمشر موافقه وکړه چې د اسلام اباد حکومت د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګرانو لخوا خپل هیواد ته د تجارتي شیانو او پیټیو د استولو کار اسانه کړي .