پاکستان د هندوستان په ځپونکو سیاستونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i89897-پاکستان_د_هندوستان_په_ځپونکو_سیاستونو_نیوکه_وکړه
د پاکستان  وزیراعظم یوځل بیا د نوې ډیلي ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو خلاف د دغه هیواد د وزیراعظم نریندر مودي د حکومت په ځپونکو سیاستونو نیوکه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2020 03:04 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان په ځپونکو سیاستونو نیوکه وکړه

د پاکستان  وزیراعظم یوځل بیا د نوې ډیلي ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو خلاف د دغه هیواد د وزیراعظم نریندر مودي د حکومت په ځپونکو سیاستونو نیوکه کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې عمران خان پرون په یو ټویټ کښې د هندي پوځ او تندلارو هندوانو د بریدونو په وړاندې د معترضو کشمیري ښاریزو مقاومت د مودي د حکومت د ظلم نتیجه وبلله او ویې له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په خطر کښې د سویلي آسیا د صلحې او امنیت له لویدو مخکښې د بي، جی، پي د واکمن ګوند د راپارونکو اقداماتو مخه ونیسي.

عمران خان هم داشان د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اسلام آباد د نفوذ په هکله د هندي حکومت د ادعاؤ په ردولو سره، هغه د هندوستان د واکمن ګوند او د دغه هیواد استخباراتو د ادارې د خطرناکو سیاستونو دوام وباله.