د پاکستان مشهور متفکر طالب جوهري وفات شو
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان مشهور شیعه متفکر ، شاعر او شخصیت علامه طالب جوهري نن سهار په دوه اتیا (۸۲) کلنۍ کښې په کراچۍ ښار کښې وفات شو .
په محرم میاشت په تیره بیا د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم (۳) امام حضرت حسین علیه السلام د شام غریبان په مراسمو کښې د علامه طالب جوهري ویناګانو چې هر کال په ژوندې بڼه د پاکستان له ملي ټیلي ويژن چینل څخه خپریدلې هغه په هیواد او د باندې په اسلامي فرقو کښې په یوه(۱) مشهور او محبوب شخصیت بدل کړی و .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ، خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د هیواد نورو ډیرو مذهبي مشرانو د علامه طالب جوهري په مړینې د خواشینۍ په څرګندولو سره شیعه مسلمانانو او د دغه مرحوم مینه والو ته تسلیت ووایه .
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفري چې د هیواد یو(۱) مخکښ شیعه ګوند دی هم د طالب جوهري په مړینې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل دغه هیواد نن داسې شخصیت له لاسه ورکړ چې خپل ټول ژوند یې د اسلامي وحدت په دودولو او له فرقه پالنې سره په جنګ کښې تیر شو .