په افغانستان کې دسولې له رامینځةشوي فرصته ښه استفاده پکارده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92519-په_افغانستان_کې_دسولې_له_رامینځةشوي_فرصته_ښه_استفاده_پکارده
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې ،د بین الافغاني خبرو پيلیدا په افغانستان کې د تل پاتې سولې ځیری کیدلی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2020 03:00 Asia/Kabul
  •   په افغانستان کې دسولې له رامینځةشوي فرصته ښه استفاده پکارده

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې ،د بین الافغاني خبرو پيلیدا په افغانستان کې د تل پاتې سولې ځیری کیدلی شي .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي  همدااوس  افغانستان د خپل تاریخ له یوه حساس پړاؤه تیریږي  او ددغه هیواد  چارواکي په افغانستان کې د تل پاتې سولې  دټيګولو لپاره  له رامینځةشوي فرصته ښه استفاده کولی شي .

  د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې ،د بین الافغاني خبرو پيلیدا  په افغانستان کې د تل پاتې سولې ځیری کیدلی شي .

عمران خان وئیلي دي ، اسلام اباد  په افغانستان کې د سولې دټينګیدا لپاره خپلې درستې هلې ځلې کاروي .

د پاکستتان د لومړي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې دي ، چې د  افغانستان دملی امنیت د شورا ویندوي کبیر حقمل   له طالبانو ډلې څخه د ملاتړ په دلیل د پاکستان پشمول  د سیمې پر ځينو هیوادونو  سختې نیوکې کړي دي .