پاکستان د فرانسې د مجلې سپکاوی وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92683-پاکستان_د_فرانسې_د_مجلې_سپکاوی_وغاند
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان خلکو په مظاهرو سره د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په سپکاوي کښې د فرانسې د شارلي ابډو مجلې اقدام وغاند .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2020 01:47 Asia/Kabul
  • پاکستان د فرانسې د مجلې سپکاوی وغاند

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان خلکو په مظاهرو سره د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په سپکاوي کښې د فرانسې د شارلي ابډو مجلې اقدام وغاند .

د پاکستان د بیلابیلو پرګنو په لسګونو زرو خلکو ، سیاسي او مذهبي فعالانو پرون د جمعې له لمانځه وروسته د اسلام اباد د  لاهور او د کراچۍ په شمول بیلابیلو ښارونو کښې په مظاهرو ترسره کولو سره  اسلامي سپیڅلتیاو ته د فرانسې د شارلي ابډو مجلې سپکاوی او له اسلام څخه د خلکو د ویرولو کار ته د لمن د وهلو لپاره د لویدیځو هیوادونو  دسیسه وغندله .

د پاکستان مسلمانانو د فرانسې او د لویدیځو هیوادونو پرضد شعارونو سره په سویډن او ناروې کښې د قران کریم په سپکاوي کولو اعتراض وکړ .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په تیرې پنجشنبې ورځ په یوه(۱) ویډیو پیغام کښې د فرانسې د شارلي ابډو مجلې اقدام غندلی و او ویلي یې وو اسلام اباد په پاکستان کښې د فرانسې سفیر او حکومت ته خپله اندیښنه او اعتراض اعلان کړی دی .