کراچۍ کښې د القاعدې ترهګر عملیات شنډ کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92703-کراچۍ_کښې_د_القاعدې_ترهګر_عملیات_شنډ_کړې_شول
د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په کراچۍ ښار کښې د القاعده ډلې د ترهګرو عملیاتو مخه ونیوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2020 03:10 Asia/Kabul
  • کراچۍ کښې د القاعدې ترهګر عملیات شنډ کړې شول

د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په کراچۍ ښار کښې د القاعده ډلې د ترهګرو عملیاتو مخه ونیوله.

د پاکستان پولیسو پرون وویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې په القاعده ډلې پورې د یو اړونده ترهګر په نیولو سره د دغې ډلې ترهګر عملیات شنډ کړل.

د القاعدې دغه نیول شوې ترهګر د بم ایښودلو پلانونکې دی چې مخکښې یې هم په پاکستان په تیره بیا کراچۍ کښې د ځینو ترهګرو بریدونو پلانونه کړې وه.

په کراچۍ کښې د القاعدې دغه ترهګر په داسې حال کښې ونیوې شو چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم پرون له سیلاب وروسته د کراچۍ ښار د حالت د کتنې او پرې د غور لپاره دغه ښار ته تلې و.