د پاکستان نوازشریف په پوځ او استخباراتو نیوکه وکړه
(last modified Sat, 17 Oct 2020 01:01:02 GMT )
Oct 17, 2020 05:31 Asia/Kabul
  • د پاکستان نوازشریف په پوځ او استخباراتو نیوکه وکړه

زمونږخبریال وايي د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف له لندن څخه د ویډیو کانفرنس له لارې د پنجاب صوبې په ګجرانواله سیمه کښې د حکومت پرضد د ډیموکراټیک غورځنګ غونډې ته په وینا کښې چیرې چې د مهمو سیاسي ګوندونو مشران راغونډ شوي دي وویل

 امنیتي ایسټبلیشمنټ چې اشاره یې پوځ او استخباراتي ادارې ايي ایس اي (ISI) ته وه  له واک څخه زما په لیرې کولو او قدرت ته د عمران خان په رسولو کښې لاس لري .

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف دغه څرګندونې په داسې حال کښې شوي دي چې یوه (۱)میاشت مخکې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او د جاسوسۍ ادارې ايي ایس ای مشر جنرال فیض حمید د هیواد له مهمو سیاسي شخصیتونو سره په کتنې کښې هغوې ته مشوره ورکړه چې سیاسي موضوعګانو ته د پوځ له ورکاږلو دې ډډه وکړي .

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف دغه راز پوښتنه وکړه چې له هیواد څخه بره هیواد چا جوړ کړی او په هیواد کښې د دوو (۲) حکومتونو د جوړولو مسول څوک دي .؟

هغه د پاکستان د پوځ د مشر جنرال باجوا نوم ته اشاره وکړه او ویې ویل دا ټول کارونه ته کوئ او هغه د جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي د مشر فیض حمید نوم هم واخیست او ویې ویل تاسو دواړه په هیواد کښې د حالاتو مسول یاست .

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف په پوځ نیوکه کوي هغه تیره میاشت د حکومت د مخالفو ګوندونو په کانفرنس کښې هم ویډیو له لارې وینا کښې په پوځ سخته نیوکه کړي وه او ویلي یې وو چې په پاکستان کښې د حکومت د پاسه بل حکومت دی .

د پاکستان په ګجرانواله سیمه کښې د حکومت پرضد د سیاسي ګوندونو په غونډې کښې ګڼ شمیر خلکو او د ډیرو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون وکړ .

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وویل اوس وخت دی چې لومړی وزیر عمران باید واک پریږدي او زیاته یې خلک د اوسني حکومت کړچار ویني .

دغه راز د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګی مشر مولانا فضل الرحمان وویل د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه ژمن دي چې د رایي تقدس وساتي .