د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت او سولې سره غوټه خوړلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i93652-د_سیمې_امنیت_د_افغانستان_له_امنیت_او_سولې_سره_غوټه_خوړلې
له دې مخکې د افغانستان د ملی مصالحې لوړې شورا مشر عبدا... عبدا... هم په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2020 08:34 Asia/Kabul
  • د سیمې  امنیت د افغانستان له امنیت او سولې سره غوټه خوړلې

له دې مخکې د افغانستان د ملی مصالحې لوړې شورا مشر عبدا... عبدا... هم په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی ؤ .

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ،د افغانستان دحزب اسلامی حکمتیار ډلې مشرګلبدین حکمتیار چې په دوه ورځني سفر پرون  دپاکستان اسلام اباد ته تللی،ددغه هیواد له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره ئې  لیدلي  او په افغانستان کې ئې د سولې د پروسې او د دووګاونډیو هیوادونو د اړیکو په زمینې کې  خبرې کړي دي .

په دغې کتنې کې د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قریشي  وئيلي دي،په سیمې کې د سولې  او ثبات دوام په افغانستان کې  له امنیت او سولې سره تړلې او که په افغانستان کې کراری نه وي ،نو سیمه به هم  ترینګلی وضعیّت ولري .

 له دې مخکې د افغانستان  د ملی مصالحې لوړې شورا مشر عبدا...عبدا...هم په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی ؤ .

  ګلبدین حکمتیار په دغې کتنې کې وئيلي دي  پاکستان د دوي دوهم کور دی او دغه هیواد د افغانستان د سولې په بهیر کې  غوره رول لوبولی شي . هغه وئيلي په افغانستان کې  ځيني قدرتونه  دخپلو موخو د پرمخ بیولو لپاره دجنګ جګړو دوام غواړي، خو ګاونډیو هیوادونو ته پکار دید افغانستان د سولې په بهیر کې غوره رول ولوبوي  څو په دغه هیواد کې  د سولې او امنیت په ټينګیدا سره سیمه هم کراری او ترقي وویني .

ټاکل شوې ده حکمتیار په دغه سفر کې د پاکستان نورو لوړپوړو چارواکو سره  هم لیده کاته وکړي .