:رحمةللعالمین کنفرانس:د مسلمانانوپه وحدت ټينګارکوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94172-رحمةللعالمین_کنفرانس_د_مسلمانانوپه_وحدت_ټينګارکوي
مسلمانان باید په خود کې شي او نوره دې د استعماري کړیو او د هغوي د تالی څټو په دسیسو نه غولیږي او دسوچه محمدي اسلام تر بیرغ لاندې دې یووالي او یوه زړه توب ته مخه کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 14, 2020 01:13 Asia/Kabul
  • :رحمةللعالمین کنفرانس:د مسلمانانوپه وحدت ټينګارکوي

مسلمانان باید په خود کې شي او نوره دې د استعماري کړیو او د هغوي د تالی څټو په دسیسو نه غولیږي او دسوچه محمدي اسلام تر بیرغ لاندې دې یووالي او یوه زړه توب ته مخه کړي .

زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان په اسلام اباد کې پرون د :رحمةللعالمین : په نامې سره د وحدت کنفرانس د اهل تشیَع او اهل تسنن ونیاوالود مسلمانانو ترمینځ د وحدت د له مینځه وړلو او د درز اوتفرقې لپاره د امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم د دسیسو په باب خبرداری ورکړ .

 په دغه سیمنار کې  ګډونکو،ټينګار کړی،په سیمې کې د امریکا د شتون دوام ،دترګرۍ،اړۍ ګړۍ له زیاتیدا او دګډوډیو له پراختیا پرته بله هیڅ نتیجه نه ده د رلودلې .

  د پاکستان مذهبی عالمانو او متفکرانو  په  دغه سیمنار کې  همداراز د فلسطین له  آئيډئيلونو سره  وروستي خیانتونه او همداراز د اسرائيلو  د ناروا رژيم د رسمیّت د وربخښلو لپاره  هڅه او د اسلام د ګران پيغمبر سپيڅلي حیثیت او د مسلمانانو   اقدارو ته د فرانسې د ولسمشر  امانویل ماکرون  سپکاوي په کلکه محکوم کړي او وئیلی  ئې دي، مسلمانان باید په خود کې شي او نوره دې د  استعماري کړیو او  د هغوي د تالی څټو په دسیسو نه غولیږي او  دسوچه محمدي اسلام تر بیرغ لاندې دې  یووالي او یوه زړه توب ته مخه کړي .