ګلبدین حکمتیا د افغانستان ماتې خوړلې سیاستوال دی
(last modified Tue, 17 Nov 2020 03:22:53 GMT )
Nov 17, 2020 07:52 Asia/Kabul
  • ګلبدین حکمتیا د افغانستان ماتې خوړلې سیاستوال دی

په پاکستان کښې د پشتون تحفظ غورځنګ جګ پوړي مشر د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ماته خوړلې سیاستوال وباله

په پاکستان کښې د پشتون تحفظ غورځنګ جګ پوړي مشر د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ماته خوړلې سیاستوال وباله.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د پښتنو د تحفظ او ساتنې د غورځنګ جګ پوړي چارواکي محسن داوړ پرون پاکستا ته د ګلبدین حکمتیار وروستي سفر ته په اشارې سره وویل: حکمتیار د افغانستان په سیاسي فضا کښې یو ماتې خوړلې سیاستوال دی او د دغه هیواد خلکو رد کړی دی.

محسن داوړ زیاته کړه: حکمتیار د افغانستان حکومت ته د تاوان رسولې په تکل کښې دی.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر چې نن سبا د دغه هیواد په حکومت کښې هیڅ رسمي یا سرکاري مقام نه لري، د تیرې میاشتې په وروستیو کښې د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه دغه هیواد ته لاړ او له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کښې د کورني جنګ د نښلیدو په هکله خبردارې ورکړې و.