افغانستان او پاکستان کښې د کرونا ځینې نور ناروغان څرګند شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94313-افغانستان_او_پاکستان_کښې_د_کرونا_ځینې_نور_ناروغان_څرګند_شول
افغانستان کښې ۲۵۳ تنه نور په کرونا وایرس ککړ شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2020 04:32 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان کښې د کرونا ځینې نور ناروغان څرګند شول

افغانستان کښې ۲۵۳ تنه نور په کرونا وایرس ککړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وویل چې د دغه ۲۵۳ کسانو په معلومیدو سره په هیواد کښې د کوویډ-۱۹ بیمارۍ د ناروغانو شمیر ۴۴ زره او ۱۷۷ کسانو ته رسیدلې دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د پروني اعلان له مخې په تیر شواروز کښې د پنځو نورو کسانو په مړینې سره په هیواد کښې د کرونا د قربانیانو شمیر ۱ زر او ۶۵۰ تنو ته رسیدلې دی.

د دغې وزارتخانې سرپرست وویل چې افغانستان د کرونا وایرس له دویمې څپې سره مخامخ شوی دی او رسمي احصائیې ښودنه کوي چې په هیواد کښې د کرونايي ناروغانو شمیر په زیاتیدو دی.

احمد جواد عثماني زیاته کړه، ټاکل شوې د ودونو تالارونه (شادي هالز) چې په افغانستان کښې د کرونا وایرس د خپریدو ستر لامل دی، بند کړی شي.

اخوا په پاکستان کښې هم د کرونايي ناروغانو د شمیر په زیاتیدو سره حکومت د ښوونځیو او شاپنګ سنټرونو د بندولو په شمول د لازیاتو محدودیتونو په لګولو غور کوي.

په تیر شواروز کښې په پاکستان کښې هم د ۲ زره ۵ سوه ۴۷ نویو ناروغانو په معلومیدو سره په دغه هیواد کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر ۳ لکه ۶۵ زره او ۹۲۷ تنو ته ورسید.