زرګونو پاکستانیانو ته چیني واکسن ووهل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94456-زرګونو_پاکستانیانو_ته_چیني_واکسن_ووهل_شول
په داسې حال کښې چې چین د خپل جوړ کړي کرونا ویکسین د تاییدیدو په تمه دی، زرګونو پاکستانیانو په رضاکارانه توګه ځانته دغه واکسن ولګول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2020 04:24 Asia/Kabul
  • زرګونو پاکستانیانو ته چیني واکسن ووهل شول

په داسې حال کښې چې چین د خپل جوړ کړي کرونا ویکسین د تاییدیدو په تمه دی، زرګونو پاکستانیانو په رضاکارانه توګه ځانته دغه واکسن ولګول

په داسې حال کښې چې چین د خپل جوړ کړي کرونا ویکسین د تاییدیدو په تمه دی، زرګونو پاکستانیانو په رضاکارانه توګه ځانته دغه واکسن ولګول

د پاکستان د ویکسنیشن چارواکو ویلي چې له ۱۰ زرو رضاکارانو څخه کابو ۷ زرو ته د کرونا چینايي ویکسین لګول شوي دي.

دغه ویکسین د بیجنګ په بایو ټیکنالوجۍ موسسې کښې جوړ کړې شوې دي.

د اسلام آباد په شفا روغتون کښې یو رضاکار د نوم د نه ښودل کیدو په غوښتنې سره وویل چې د انساني جذبې له مخې چې د انسانیت مرسته ده، د دغه ویکسین وهلو ته یې غاړه ایښې ده. دغه کسانو ته د ویکسین د لګولو په بدل کښې ۵۰ امریکايي ډالر ورکول کیږي.

په پاکستان کښې پر ویکسینیشن باندې د څارنې مسئول کارپوه اعجاز احمد خان ویلي چې د ویکسین د اثر وړومبي نتایج به تر راتلونکو دوو یا دریو میاشتو کښې معلوم شي.

د رسمي او سرکاري احصائیو له مخې په پاکستان کښې څه باندې ۳ لکه ۸۲ زره کسان په کرونا وایرس ککړ شوي دي او له ۷ زره ۸۰۰ زیاتو کسانو هم سرونه بایللي دي.