پاکستان له ایران سره د تعامل غوښتونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94604-پاکستان_له_ایران_سره_د_تعامل_غوښتونکی_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د اټومي تړون ژمنو ته د اټومي موافقې د غړیو هیوادونو د پاې بندۍ په ضرورت باندې ټینګار سره وویل اسلام اباد د بایکاټ له سیاست څخه لیرې له تهران سره د تعامل د کړچار ملاتړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2020 01:56 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د تعامل غوښتونکی دی

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د اټومي تړون ژمنو ته د اټومي موافقې د غړیو هیوادونو د پاې بندۍ په ضرورت باندې ټینګار سره وویل اسلام اباد د بایکاټ له سیاست څخه لیرې له تهران سره د تعامل د کړچار ملاتړی دی .

هغه پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل اټومي تړون د تعامل د ډیپلوماسۍ او د خبرو اترو له لارې په سختو مسائیلو باندې د غور د کولو د څرنګوالي ښکاره بیلګه ده .

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري وویل  اسلام اباد د اټومي تړون ملاتړی دی او له ټولو  لورو غواړي په دغه موافقې کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي .

هغه د ایران د نامتو اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده له ټرور وروسته د سیمې د بدلونونو په هکله د یوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل په سیمه کښې تاوتریخوالي باید کم شي .

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د تاوتریخوالي له ختمولو سره د مرستې لپاره د پاکستان د حکومت هڅې او هغه مینځګړیتوب ته په اشارې سره چې د لومړي وزیر عمران لخوا په اجنډا کښې شامل شو وویل مونږ په سیمه کښې سولې ته ژمن یوو او د اسلامي امت د پیاوړي کولو او د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړو .