سعودي عربستان له پاکستان خپل پور غوښتی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94898-سعودي_عربستان_له_پاکستان_خپل_پور_غوښتی
زمونږ خبریال وايي پاکستان سعودي عربستان ته یو(۱) میلیارډ ډالره بیرته ورکړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2020 08:13 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له پاکستان خپل پور غوښتی

زمونږ خبریال وايي پاکستان سعودي عربستان ته یو(۱) میلیارډ ډالره بیرته ورکړي دي .

سعودي عربستان پاکستان ته درې (۳) میلیارډه ډالره په دې شرط ورکړي وو چې د یمن پرضد جنګ کښې به د ریاض مرسته کوي .

پاکستان دغه راز ټاکل شوي ده چې راتلونکي میاشتي سعودي عربستان ته یو(۱) میلیارډ نور ډالر بیرته ورکړي ځکه چې سعودي عربستان په پاکستان دباو اچولی دی چې خپل پور زر بیرته ورکړي .

پاکستان دغه راز هڅه کوي له چین څخه مالي پور ترلاسه کړي .

د پاکستان او د سعودي عربستان ترمنځ اړیکې وروسته له دې خړې پړې شوې چې څو میاشتې مخکې خارجه وزیر شاه محمود قریشي په یوه (۱)خبرداري کښې د عربستان تر مشرۍ لاندې اسلامي ملګرتیا موسسې وغوښتل چې د کشمیر په هکله د دغه موسسې د غونډې په ترسره کولو کښې له ځنډ کولو لاس واخلي .

وروسته په تیرې اګست میاشت کښې  د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا سعودي عربستان ته سفر وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمینځ تاوتریخوالی کم کړي .

د پاکستان د پوځ مشر باجوا په اسلام اباد کښې د سعودي عربستان له سفیر سره کتنه هم کړي ده .