پنځه افغان لوبغاړي د پاکستان په سوپر لیګ کې واخیستل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95319-پنځه_افغان_لوبغاړي_د_پاکستان_په_سوپر_لیګ_کې_واخیستل_شول
د پاکستان د کرکټ پي اېس اېل سیالیو لپاره لوبډلو د خپلې خوښې لوبغاړي وپېرل چې، په کې پنځه افغان لوبغاړي هم وپېرل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2021 09:02 Asia/Kabul
  • پنځه افغان لوبغاړي د پاکستان په سوپر لیګ کې واخیستل شول

د پاکستان د کرکټ پي اېس اېل سیالیو لپاره لوبډلو د خپلې خوښې لوبغاړي وپېرل چې، په کې پنځه افغان لوبغاړي هم وپېرل شول.

راشد خان، محمد نبي، نور احمد لکڼوال، مجیب الرحمن او قېس احمد هغه افغان لوبغاړي دي چې د یاد لیګ لوبډلو لخوا اخیستل شوي دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ستورې لوبغاړي چې په اوس وخت کې د افغانانو او د نړیوالو په ژبو د دوی نومونه ګرځي د پاکستان په سوپر( غوره) لیګ کې وپېرل شول.

د پاکستان کرکټ شپږم پړاوو سیالیو لپاره لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان، پېښور زلمي لوبډلې مجیب الرحمن ، کراچي کېنګز محمد نبي  او نور احمد لکڼوال او کوټه ګلاډیېټرز لوبډلې  قېس احمد پېرلي دي.

پېښور زلمي، ګلاډېټرز، اسلام آباد یونائټیډ، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز هغه لوبډلې دي چې په دغه لیګ کې لوبېږي.

دا سیالۍ په ۲۰۱۶م کال کې پیل شوې دي چې د شپږم پړاو سیالیو لومړۍ لوبه یې د روان کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د کراچي کینګز او کوېټه ګلاډیېټرز لوبډلو ترمنځ پیل شي.