په زرګونو د کرونا ضد واکسین پاکستان ته د چین ډالۍ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95570-په_زرګونو_د_کرونا_ضد_واکسین_پاکستان_ته_د_چین_ډالۍ
د پاکستان د بهرنبو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې چین اسلام اباد ته د کروناویروس ضد ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ډالۍ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2021 11:11 Asia/Kabul
  • په زرګونو د کرونا ضد واکسین پاکستان ته د چین ډالۍ

د پاکستان د بهرنبو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې چین اسلام اباد ته د کروناویروس ضد ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ډالۍ کوي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي د پنجشنبې په ورځ د ټویټر په یو پیغام کې لیکلي: "پاکستان ۵۰۰ زره ډوزه واکسین څخه چې د چین له خوا ډالۍ کیږي، ډیر منندوی دی."

د فلیپین، کمبودیا او میانمار حکومتونو هم د پاکستان سره په یو وخت اعلان کړی چې اټکل شوې د چین له لورې ډالۍ شوي واکسینونه ترلاسه کړي.

تر دې مخکې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته ویلي وو چې: "چین ډاډ ورکړی چې د نیم میلیون ډوزه واکسین لومړۍ وړیا جوپه به د جنورۍ تر پایه ورته تسلیم کړي."

د قریشي په وېنا چین ژمنه کړې یو میلیون ډوزه نور واکسین به د فبرورۍ تر پایه پاکستان ته وسپاري.

 هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت په سینوفار شرکت کې د کروناویروس تولید شوي واکسین ته په پاکستان کې د تطبیق اجازه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې دي چې په پاکستان کې د کروناویروس پیښې څه دپاسه ۵۲۷زرو ته رسیدلی او ددې ویروس په وجه د مړینو شمیر له ۱۱ زرو څخه اوښتی دی.