د ډینیل پرل په قتل تورن پاکستانی آزاد شو
د پاکستان محکمې د وال سټریټ جرنل د خبریال په جامه کښې د امریکايي جاسوس په وژلو باندې د تورن شوي کس د خوشې کیدو حکم صادر کړ
د پاکستان محکمې د وال سټریټ جرنل د خبریال په جامه کښې د امریکايي جاسوس په وژلو باندې د تورن شوي کس د خوشې کیدو حکم صادر کړ
احمد عمر سعید شیخ چې په ۲۰۰۲ کال کښې د وال سټریټ جرنل ورځپاڼې د جاسوس خبریال ډینیل پرل په تښتولو او وژلو تورن و، د پاکستان د قاضیانو د درې کسیز پلاوي له خوا تبرئه یا بري شو.
د پاکستان سترې محکمې وویل چې احمد عمر سعید شیخ او د هغه ملګرو د ډینیل پرل په تښتولو او وژلو کښې هیڅ رول نه دی لوبولې او حکم یې ورکړ چې په دغه قتل تورن څلور واړه کسان دې سمدستي آزاد کړی شي.
۳۸ کلن ډینیل پرل د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یوولسمې له حملو وروسته په کراچۍ کښې له اسلامي ډلو څخه په جاسوسۍ او له پوځي مرکزونو څخه د تحقیقاتو د راغونډولو په حال کښې تښتول شوی او وژل شوی و.
د پاکستان د سترې محکمې دغه حکم د امریکايي چارواکو غصه راپارولې ده خو په دې کار سره څرګنده شوه چې د پاکستان قضايي اداره خپلواکه او آزاده ده او د هیڅ کوم هیواد حتی د امریکې پيروي نه کوي.