په پاکستان کې له کشمیرسره دپيوستون ورځ په پرتم سره لمانځل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i96134-په_پاکستان_کې_له_کشمیرسره_دپيوستون_ورځ_په_پرتم_سره_لمانځل_شوي
د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر او د پوځ عمومي قوماندان پخپلو جلاجلا پیغامونو کې په سیمې کې د سولې اوسوکالۍ تحقق ، د هند ترکنټرول لاندې دکشمیري سیمې د موضوع له حل سره ممکن بللی دی .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Feb 06, 2021 04:48 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې له کشمیرسره دپيوستون ورځ په پرتم سره لمانځل شوي

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر او د پوځ عمومي قوماندان پخپلو جلاجلا پیغامونو کې په سیمې کې د سولې اوسوکالۍ تحقق ، د هند ترکنټرول لاندې دکشمیري سیمې د موضوع له حل سره ممکن بللی دی .

 زمونږ خبریال راپور راکړ د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پشمول په لسګوننو سترو او واړو ښارونو کې د کشمیر له مسلمانانو سره دخواخوږۍ او پيوستون ورځ  په لاریونونو  غونډو او سیمنارونو جوړولوسره لمانځل شوي  ده .

 دپاکستان ولس هر کال دفرورۍ پنځمه نیټه د لاریونونو او مظاهرو په جوړولو سره د هندترکنټرول لاندې کشمیري سیمې له مسلمانانو سره خپله همدردي او پیوستون اعلانوي او په دغه ورځ په درست هیواد کې رسمي  چټي وي .

 دپاکستان  خارجه وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې   په یوه  لاریون کې په شتون سره  وئيلي دي ، دپاکستان ولس  دکشمیر په موضوع کې سره یو موټی دی  او ترڅو  چې  د کشمیر مسلمانانو ته د دوي د برخلیک دټاکنې حق نه وي ورکړل شوی دوی به غلی کې نه ني .

 د پاکستان  ولسمشر او لومړي وزیر او د پوځ عمومي قوماندان  پخپلو جلاجلا پیغامونو کې په سیمې کې د  سولې اوسوکالۍ  تحقق ، د هند ترکنټرول لاندې دکشمیري سیمې   د موضوع له حل سره  ممکن بللی دی .

Image Caption
Image Caption
Image Caption