عمران خان:
پاکستان له هندوستان سره خبرواترو ته تیار دی
د پاکستان وزیراعظم په مشروطه توګه له خپل هندي همرتبه سره خبرواترو ته چمتووالی ښودلی دی.
د پاکستان وزیراعظم په مشروطه توګه له خپل هندي همرتبه سره خبرواترو ته چمتووالی ښودلی دی.
عمران خان چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر له خلکو سره د پیوستون په ورځ یې وینا کوله، وویل: که چیرې هندوستان د کشمیر د خودمختارۍ په لړ کښې خپل نوې قانون لغو کړي نو له خپل هندي همرتبه نریندر مودي سره خبرواترو ته تیار یم.
هغه زیاته کړه: د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر ټول خلک د دغې سیمې د خودمختارۍ د ختمیدو مخالف دی.
د ویلو ده چې د پاکستان خلکو تیره جمعه د اسلام په شمول مختلفو ښارونو کښې د کشمیر له خلکو سره د پيوستون د ملي ورځې د لمانځلو په ترڅ کښې د کشمیر له مسلمانانو په ملاتړ کښې لاریونونه وکړل.
کشمیر د هند او پاکستان ترمینځ ډیره مهمه اختلافي مسئله ده او دواړه هیوادونه یې د مالکیت ادعا کوي.