له ايران سره د ملګرتياو په پياوړتيا د پاکستان تاکيد
د پاکستان حکومت تاکيد وکړ له ايران سره د ملګرتيا پياوړتيا د اسلام آباد د سياست وړومبيتوب دے.
د اېرنا د رپوټ له مخې د اپاکستان د خارجه وزارت وياند د تهران – استنبول – اسلام آباد باري رېل اقتصادي منصوبه د دغه هېواد له کلي سټراټيجيو څخه وبلله او زياته يې کړه،د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تعلقاتو او ملګرتياو پياوړتيا تل د پاکستان د سياست په ترجيحاتو کښې شتون لري.
زاهد حفيظ چودري نن په اسلام آباد په يوه خبري ناسته کښې له ايران سره د ګډو پوله ايزو بازارونو جوړول د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تجارتي او اقتصادي راکړې ورکړو د مضبوطيه لپاره د پاکستان د حکومت يو خاص نوښت وبلۀ.
د پاکستان وزيراعظم هم تېره ورځ د اېکو د غړيو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کښې په خپله يوه وېنا کښې د دغه تنظیم د غړيو ترمېنځ د تجارت د اسانولو لپاره د يو هيړ ټرانسپورټي نټ ورک پراختيا په ضرورت باندې په تاکيد سره د اېکو باري رېل په نامه د تهران – استنبول – اسلام آباد رېلوې لائن د سيمه ايزو تعلقاتو د پراختيا لپاره اهميت لرونکے وبلۀ.