پاکستان کښې انګلستاني کرونا خپره شوې ده
Mar 16, 2021 03:08 Asia/Kabul
په پاکستان کښې د انګلستاني یا برټش کرونا خپریدو خلک اندیښمن کړي دي.
په پاکستان کښې د انګلستاني یا برټش کرونا خپریدو خلک اندیښمن کړي دي.
د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې د کرونا له دریمې څپې چې له انګلستاني ډول څخه ده، مخامخ شوي او په هیواد کښې په کرونا د اوسنیو ککړو کسانو څه باندې ۷۰ فیصده ناروغان، د هغې په انګلستاني ډول اخته شوي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان حکومت د کرونا د مخنیوي په موخه، زیاتره تیر محدودیتونه بیا لګولي دي او حتی د تجارتي، ښوونیزو او تفریحي مرکزونو فعالیت یې کم کړی دی.
له بلې خوا په کرونا ککړو سیمو کښې سمارټ لاک ډاون یا قرنطینه لګیدلې او د هیواد په ۷ ښارونو کښې ښوونځي له پرون څخه د دوو اونیو لپاره بند کړی شوي دي.
ټیګونه