پاکستان په سیمې کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی
د پاکستان د ولسی جرګې مشر همداراز د هند ترکنټرول لاندې کشمیر سیمې بد وضعیّت ته په اشارې سره ددغې سیمې له خلکو داسلامی امت په ملاتړ په ټينګار سره د کشمیریانو د روا حقوقو دپورا کیدا لپاره دنړیوالې ټولنې دعملي ګامونو پورته کولو غوښتنه هم وکړه .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړد پاکستان د ولسی جرګې مشر اسدقیصر د ترکیې په انتالیاښار کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دسیمه ایزو ارتباطاتو د پياوړتیا په باب په څلورم کنفرانس کې پخپلې وینا کې له ترهه ګرۍ سره داغیزشیندونکي مبارزې او د سولې او ثبات دپیاوړتیا لپاره د سیمې له نورو لوبغاړو سره ددغه هیواد د مشارکت پر دوام په ټينګار سره وئيلي دي ، اسلام اباد حکومت په دغو زمینو کې د زیاتو سیمه ایزو ارتباطاتو د پراختیا لپاره د لاکارنده اقداماتو غوره کولو ته ژمن دی . دپاکستان د ولسی جرګې مشر په دغه کنفرانس کې چې اسلامي ا یران ، چین پاکستان ، افغانستان ،عراق ، روسیې او ترکیې پارلیماني پلاؤ پکې ګډون درلود، زیاته کړې ده ، پاکستان له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ډير زیات اقدامات کړي دي .
اسد قیصر همداراز له اسلامه د ویرولو بلا او د دوي په ټولنو کې له دغې سپيرې منظم شوي دسیسې سره دمقابلې لپاره دلویدیځوالو کارړنګونو ته په اشارې سره وئيلي دي ، باید یوه ګډه سټراټژي برابره شی او له دغې سپیرې بلا سره دمقابلې لپاره داسلام دمهربان او سوله غواړي دین د واقعي انځور پر وړاندې کولو سربیره ، باید لازیات ارتباطات هم رامینځةشي .