د روژې په میاشت کې به جوماتونه تر سهار پورې پرانیستي وي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i98294-د_روژې_په_میاشت_کې_به_جوماتونه_تر_سهار_پورې_پرانیستي_وي
 قادري وئيلي دي ،باید په هیواد کې د قرآن کریم دقراءت  کلتور وهڅول شي  او د کرونائي بحران له ختمیدا وروسته  د مصر اونورو هیوادونو قاریان  او حافظان  پاکستان ته  بلل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 01:05 Asia/Kabul
  •  د روژې په میاشت کې به جوماتونه تر سهار پورې  پرانیستي وي

 قادري وئيلي دي ،باید په هیواد کې د قرآن کریم دقراءت  کلتور وهڅول شي  او د کرونائي بحران له ختمیدا وروسته  د مصر اونورو هیوادونو قاریان  او حافظان  پاکستان ته  بلل کیږی .

ایکنا خبری اژانس راپور ورکړ، د پاکستان د مذهبی چارو وزیر نورالحق قادري پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي د روژې په مبارکې میاشتې کې به په درست هیواد کې  ټول جوماتونه  دروغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره   له روژه ماتي رانیولې تر  سهار لمونځ پورې پرانیستي وي. 

 قادري وئيلي دي ،باید په هیواد کې د قرآن کریم دقراءت  کلتور وهڅول شي  او د کرونائي بحران له ختمیدا وروسته  د مصر اونورو هیوادونو قاریان  او حافظان  پاکستان ته  بلل کیږی .

وروستي راپورونه ښئ په پاکستان کې د د کروناویروس خوریدا په دغه هیواد کې زیاتې اندیښنې راپورته کړي دي او  وئيل کیږي ، ددغه هیواد دلومړي وزیر او  ورپسې  ددغه هیواد دولسمشر په کرونا له اخته کیدا وروسته  په درست پاکستان کې د روغتیائي پروټوکولونو سختول  اړین شوي چې باید ددغه مرګوني  او منحوس  ویروس مخنیوی وشي .