پاکستان کښې د کرونا دریمه څپه روانه ده
په پاکستان کښې دکرونا د دریمې څپې راپورته کیدل په دغه هیواد کښې د نویو محدودیتونو د لګیدو لامل شوي دي.
په پاکستان کښې دکرونا د دریمې څپې راپورته کیدل په دغه هیواد کښې د نویو محدودیتونو د لګیدو لامل شوي دي.
پاکستاني چارواکو د کرونا د بیا ګرمیدو وروسته وویل چې د خالي او اتوار په ورځو کښې به یوې صوبې نه بلې ته سفرونه بند وي.
د کرونا له دې دریمې څپې سره د مقابلې په موخه، په کاري ورځو د مسافري اورګاډو د ظرفیت ۳۰ فیصده کمول او هم داشان د ښونځیو بشپړ بندول، د پاکستان د څلورو واړو صوبو د ښوونې او روزنې د وزیرانو په غونډه کښې وڅیړل شول.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په دې هکله وویل: په هیواد کښې د کرونا روانې دریمې څپې ته د خلکو د بې پامۍ په بڼه کښې به د سراسري قرنطینې او لاک ډاون لګولو ته مجبور شو.
د پاکستان د روغتیا وزارت د پروني اعلان له مخې، په تیر شواروز کښې ۴ زره ۳۲۳ نوي کرونايي ناروغان څرګند شوي دي او د هم دغه وایرس له کبله ۴۲ تنه مړه شوي دي.