پاکستان د هندوستان په کرونايي حالت له اخته کیدو اندیښمن دی
Apr 27, 2021 02:02 Asia/Kabul
پاکستاني چارواکي دا ویره لري چې که د کرونا وایرس په روانې څپې غلبه ونه شي نو دا هیواد به هم د هندوستان په شان حالت سره مخامخ شي.
پاکستاني چارواکي دا ویره لري چې که د کرونا وایرس په روانې څپې غلبه ونه شي نو دا هیواد به هم د هندوستان په شان حالت سره مخامخ شي.
په پاکستان کښې د کرونا وایرس د خطرناکې څپې د راپورته کیدو دوام د دغه هیواد حکومت د روغتیايي پروټوکولونو د اجرا لپاره د پوځ د راغوښتلو په شمول د سختو محدودیتونو لګولو ته مجبور کړی دی خو په دغه هیواد کښې په کرونا د ککړو کسانو او له امله یې د مړو شمیر په زیاتیدو دی.
د پاکستان له خوا د وړاندې شویو د پرونیو احصائیو له مخې په تیر شواروز کښې په دغه هیواد کښې تقریباً ۵ زره د کرونا نوي کیسونه ثبت شوي او ۷۰ تنه هم مړه شوي دي.
ټیګونه