پاکستان به د ضرورت په صورت کښې له ايرانه اکسيجن واردوي
د پاکستان د اطلاع رسونې وزير په دغه هېواد کښې د بحران د راڅرګندېدو په صورت کښې له ايران او چين څخه د اکسيجن د واردولو خبر ورکړ.
د اےآر وائي نيوز خبري چېنل د رپوټ له مخې فواد چودهري په يواخباري کانفرنس کښې په پاکستان کښې د کورونا د وروستي حالت او په دغه هېواد کښې د معالجاتي سيسټم د ضرورتونو په بيانولو سره وويل، په پاکستان کښې د اکسيجن د دوه برابره توليد باوجود د کورونا د زياتېدونکي بهير د دوام په وجه توليد شوے نوي فيصده اکسيجن استعماليږي. هغه په پاکستان کښې په کورونا د اخته کېدو او له امله يې د مرګ او مړينې او د اندازې د زياتېدو په استناد او په په پاکستان کښې هم د هند په شان د کورونائي حالاتو په احتمال سره زياته کړه، اسلام اباد د هرډول بحران له رامنځته کېدو څخه د مخنيوي لپاره د اکسيجن د واردولو لپاره له ايران او چين سره د خبرو اترو په حال کښې دے.