د پاکستان د پوځ قومندان د ایران پوځیانو ته مبارکي وویله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i99738-د_پاکستان_د_پوځ_قومندان_د_ایران_پوځیانو_ته_مبارکي_وویله
د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجواد جنرال موسوي ته په یو پیغام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ورځې مبارکي ورکړه
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 02, 2021 06:38 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ قومندان د ایران پوځیانو ته مبارکي وویله

د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجواد جنرال موسوي ته په یو پیغام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ورځې مبارکي ورکړه

د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجواد جنرال موسوي ته په یو پیغام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ورځې مبارکي ورکړه

په دغه پیغام کښې راغلي دي: په ډیرې خوشالۍ سره د پوځ د ورځې د خوشالۍ په مناسبت خپلې ډیرې ګرمې او صمیمانه مبارکۍ تاسو ته وړاندې کوم.

پاکستان له ایران سره د خپلو ورورولیزو اړیکو لپاره د ډیر ارزښت قائل دی او د زړه له تله آرزو کوي چې د ایران او پاکستان د دواړو هیوادونو او د دواړو پوځونو ترمینځ موجود د دوستۍ پیوندنه په راتلونکو وختونو کښې لاپیاوړي شي.

په دغه پیغام کښې زیاته شوې ده چې د کرونا ناروغۍ د خوریدو په دې سختو ورځو کښې د ایران د خلکو د سلامتیا لپاره د زړه له تله اندیښنه اعلانوم، ستاسو او د ایران د خلکو لپاره د سلامتۍ او عافیت او په کرونا د ککړو کسانو د زر ترزره ښه کیدو لپاره دعا کوم.