پاکستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر په کمیدو دی
May 03, 2021 12:07 Asia/Kabul
په پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر په دغه هیواد کښې د یوې اونۍ لپاره له سختو کرونايي محدودیتونو وروسته مخ په کمیدو شوی دی.
په پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر په دغه هیواد کښې د یوې اونۍ لپاره له سختو کرونايي محدودیتونو وروسته مخ په کمیدو شوی دی.
په تیر شواروز کښې په پاکستان کښې د کرونا وایرس ۴ زره او ۲۱۳ نوي ناروغان ثبت شول چې په تیرو شلو ورځو کښې په دغه هیواد کښې په یوه ورځ کښې په کرونا د اخته کیدونکو ترټولو لږ شمیر دی.
هم داشان د کرونا له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۷۹ نورو ناروغانو په مړینې سره په پاکستان کښې د دغه وایرس په وجه د مړو شمیر هم ۱۸ زره او ۱۴۹ کسانو ته ورسید.
ټیګونه