-
پاکستان کې د کان ښویدنې پېښه کې دوه مزدوران وژل شوي
Mar 28, 2023 07:32د پاکستان خیبر پښتونخوا، ایبټ اباد په شیروان بنده ناک سیمه کې د کار پر مهال د کان ښویدنې پېښه کې دوه مزدوران مړه او درې نور ټپیان شوي.
-
بلوچستان کې پنځه تنه په سیند کې ډوب شوي
Mar 28, 2023 13:55د پاکستان بلوچستان په حب سیند کې د لامبو پر مهال پنځه تنه اوبو ډوب کړي چې د هڅو په پایله کې یې د یو ځوان مړی موندل شوی، دوه ژوندي ژغورل شوي خو دوه نور اوس هم لادرکه دي.
-
پاکستان پر الاقصی جومات باندې د صهیونیستي یرغلګرو برید غندلی
Mar 28, 2023 10:48د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د روژې د مبارکې میاشتې په درېیمه نېټه پر الاقصی جومات د صهیونیستي رژیم برید، پر عبادت کوونکو ظلم او د مسلمانانو سپېڅلي ځای ته د نیواکګرو بې عزتي په کلکه وغندله.
-
په لاهور کې د یو تعمیر دیوال پریوتو پېښه کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
Mar 27, 2023 12:06د پاکستان د لاهور ښار په ډیفنس سیمه کې د یو کور دیوال پرېوتو پېښه کې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي.
-
پاکستان کې شپږ تنه د اوړو د ویش پر مهال مړه شوي
Mar 26, 2023 13:37د پاکستان حکومت له لورې په بېلا بېلو ښارونو کې په وړیا ډول د اوړو د ویش پر مهال ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
-
پاکستان کې یو تن دوو وروڼو په ګډون د خپلې کورنۍ ۷ غړي وژلي
Mar 25, 2023 12:51د پاکستان پنجاب اړوند پاکپتن په باړه رک سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله د سرور په نوم یو تن د خپلو دوه وروڼو په ګډون د کورنۍ ۷ غړي وژلي او یو ماشومه یې ټپي کړې ده.
-
کراچۍ ښار کې دوه تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Mar 25, 2023 08:36د پاکستان کراچۍ ښار کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې د رمضان په نوم یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
-
په کراچۍ ښار کې دوه تنه د لډو لوبې پر مهال په ډزو وژل شوي
Mar 25, 2023 07:42د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې تېره شپه دوه تنه هغه مهال د ناڅرګندو کسانو له لورې وژل شوي چې د خپلو ملګرو سره یې د کباړ په یو ګودام کې یې د لډو لوبه کوله.
-
طالبان د بایکاټ په حالت کښې مثبت ځواب نه ورکوي
Mar 25, 2023 01:22تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان باوري دی د افغانستان د طالبانو حکومت د بایکاټ او د انزوا په حالت کښې د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په شمول د لویدیځو هیوادونو غوښتنې ته مثبت ځواب نه ورکوي.
-
په اسلام ابادکې د ایران سفیرد یوم پاکستان مبارکی وویله
Mar 23, 2023 11:52په پاکستان کې د ایران د سفیر په بیانیه کې راغلی دی د مارچ ۲۳ د پاکستان د جوړیداد پریکړه لیک د تصویبیدا د تاریخی ورځې یادونه کوی او د نوروز د لرغونی جشن او د ایران د نوی کال د پیلیدا او سپرلی سره برابره ده .